یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، که څه هم د افغانستان سرې میاشتې کمیټې اعلان وکړ چي د کڼر، لغمان او نورستان ولایتونو او شاوخوا سیمو کې د زلزلې د قربانیانو د ژغورنې لپاره هڅې روانې دي، حږ تر دې دمه ۱۱۲۴ کسان مړه او ۳۲۵۱ تنه نور ژوبل شوي.
د یادې کمېټې د اطلاع رسونې مسئول جمعه خان نایل رسنیو ته وویل چي لاهم د مرګ ژوبلې د کچې د زیاتېدو امکان شته، او په زیاتو سیمو کې خلک لا تر کنډوالو لاندې بند پاتې دې او د ژغورنې هڅې روانې دي.
ها خوا بیا د طلوع نیوز خبریال د طالبانو د حکومتي سرچینو په حواله ویلي چي ۱۴۱۱ مړه او ۳۱۲۴ ژوبل شوي او ۵۴۱۲ کورونه هم په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت هم د مرستې لپاره زلزله ځپلې سیمو ته خپل ټیمونه استولي دي
د ځایي سرچینو په وېنا، د زلزلې له امله، سیمو ته ځمکني لارې بندې شوې دي او نړیوالې مرستې، چې په کې خیمې، خوراکي توکي او درمل شامل دي، یوازې د هوا له لارې زیانمنو ته رسیږي.
په راپور کې وئيل شوي دي ، د افغانستان په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بکدلي، له یوه تخنیکي پلاوې سره په کڼر او ننګرهار کې له زلزله ځپلو سیمو څخه کتنه کړې او د سمدستي مرستو لارې چارې ارزولي دي.
له دې مخکې، د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر، ډاکټر مسعود پزشکیان، د ایران د سرې میاشتې د کمیټې مشر کولیوند او د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي، له افغانستان سره د خواخوږی د اظهار تر څنګ د هر ډول مرستو لپاره چمتووالې ښودلې دی .
داپه داسې حال کې دي چې ملګرو ملتو او نورو نړیوالو بنسټونو خبرداری ورکړی چې دا زلزله د نورو بحرانونو، لکه د کډوالو اجباري ستنیدو او وچکالۍ، په مینځ کې یو نوی بحران دی او د نړیوالې ټولنې سمدستي ملګرتیا او مرستو ته اړتیا لري.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i164084